د بادشاهانو اول کِتاب

لسم باب

د شيبا د مَلِکه سره د حضرت سليمان ملاقات

(د تاريخ دويم کِتاب ۹: ۱‏-۱۲)

۱د شيبا مَلِکه د سليمان د شهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى. ۲هغه يروشلم ته د يوې لوئې ډلې سره راغله او د اُوښانو يوه لويه قافله ورسره وه چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او ډېر سرۀ زر ورباندې بار وُو. کله چې هغه او سليمان مِلاو شول، نو هغې ورسره هغه ټولې خبرې اترې وکړې چې د هغې په ذهن کښې وې. ۳نو سليمان د ټولو سوالونو جواب ورکړو، داسې يو سوال هم نۀ وو چې هغۀ يې جواب نۀ شو ورکولے. ۴د شيبا مَلِکه د سليمان په حِکمت پوهه شوه او هغه محل يې وليدو چې هغۀ جوړ کړے وو. ۵هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه. ۶هغې سليمان بادشاه ته ووئيل، ”ما په خپل مُلک کښې چې ستا د کارنامو او حِکمت په باره کښې څۀ اورېدلى وُو نو هغه رښتيا دى! ۷خو ما تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې تر څو زۀ په خپله راغلې نۀ وم او هر څۀ مې کتلى نۀ وُو. خو زۀ د دې په نيمه هم نۀ وم خبر، ما ته چې څۀ وئيلى شوى وُو نو ستا حِکمت او دولت د هغې نه ډېر زيات دے. ۸ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى! ۹د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى! چې هغۀ دا ښودلې ده چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے يې. ځکه چې د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده، نو هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار واخلې.“ ۱۰د شيبا مَلِکه سليمان بادشاه ته هغه تُحفې پېش کړې کومې چې هغې راوړې وې: د څلور زره کېلو نه زيات سرۀ زر او په ډېر زيات مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى هم. هغې چې کومې مصالحې ورکړې هغه دومره زياتې وې چې هيچا هم دومره بيا ورنۀ کړې. ۱۱د حيرام سمندرى جهازونو چې کومې د اوفير نه سرۀ زر راوړى وُو، د هغه ځائ نه يې په ډېر زيات مِقدار کښې د صُندل لرګى او قيمتى کاڼى هم راوړل. ۱۲سليمان دا لرګى د مالِک خُدائ کور او محل په ستنو کښې اِستعمال کړل او د دې نه يې د سندر‌غاړو دپاره بينجو او ربابونه هم جوړ کړل. دا د ټولو نه ښۀ د صُندل لرګى وُو چې د بنى اِسرائيلو مُلک ته راوړے شوى وُو، د دې په شان لرګے بيا نۀ دے ليدلے شوے. ۱۳سليمان بادشاه د شيبا مَلِکه له هغه هر څۀ ورکړل چې څۀ يې غوښتل، دا د هغه نورو شاهى تُحفو نه علاوه وُو چې هغې له يې د سخاوت سره ورکړې وې. بيا هغه او د هغې ډله د شيبا مُلک ته راواپس شوه.

د حضرت سليمان بادشاه دولت

(د تاريخ دويم کِتاب ۹: ۱۳‏-۲۸)

۱۴سليمان بادشاه ته هر کال تقريباً درويشت زره کيلو سرۀ زر مِلاوېدل ۱۵د دې نه علاوه چې سوداګرو کوم محصُول ورکولو، د تجارت ګټه او چې د بنى اِسرائيلو د مُلک د ضِلعو حاکِمانو او د عربو بادشاهانو چې کوم محصُول ورکولو هغه هم ورته مِلاوېدو. ۱۶سليمان دوه سوه لوئ ډالونه جوړ کړل، چې په هر يو باندې تقريباً اووۀ کيلو د ټکولے شوو سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. ۱۷هغۀ درې سوه واړۀ ډالونه هم جوړ کړل، چې په هر يو باندې تقريباً دوه کيلو د ټکولے شوو سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. هغۀ دا ټول ډالونه په هغه دربار کښې کېښودل چې نوم يې د لبنان ځنګل وو. ۱۸هغۀ يو لوئ تخت هم لرلو چې يوه حِصه يې د هاتى په غاښُونو پټه وه او نور په سوچه سرو زرو باندې پټ وو. ۱۹‏-۲۰د تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې، چې د هرې پوړۍ په يو سر او بل سره باندې د ازمرو مجسمې وې، چې ټول دولس ازمرى وُو. د تخت شا طرف ګول وو او د دواړو بازوګانو سره يې يو يو د ازمرى مجسمه وه. په بله يوه بادشاهۍ کښې کله هم داسې تخت موجود نۀ وو. ۲۱د سليمان د څښلو ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل په دربار کښې ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. سپين زر په کښې بېخى نۀ وُو اِستعمال شوى، ځکه چې د سليمان په وخت کښې دا قيمتى نۀ شو ګڼلے. ۲۲هغۀ سمندرى جهازُونه لرل چې د حيرام د جهازونو سره چلېدل. هر درې کاله پس به دا راواپس کېدل، چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښُونه، شادوګان او طاوس به يې راوړل. ۲۳سليمان د دنيا د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات مالداره او د ټولو نه زيات د حِکمت خاوند وو، ۲۴او ټولې دنيا به دا غوښتل چې هغۀ له راشى او د هغۀ حِکمت ته غوږ ونيسى چې خُدائ پاک هغۀ له ورکړے دے. ۲۵چې هر څوک به هغۀ له راتلو نو هغۀ له به يې څۀ تُحفه راوړه، لکه سپين زر او سرۀ زر، چُوغې، وسلحې، مصالحې، اسونه، اوکچر. کال په کال به داسې کېدل. ۲۶سليمان د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولسو زرو په اسونو سوارو فوجيانو يو لوئ لښکر جوړ کړو. هغۀ څۀ په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې دېره کړل. ۲۷د هغۀ په بادشاهۍ کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه غرونو په لمن کښې د چِنار په شان ډېر تېر وُو. ۲۸د سليمان سوداګرو د مِصر او قوعى نه اسونه اخستل ۲۹هغوئ به يوه جنګى ګاډۍ د مِصر نه په شپږ سوه د سپينو زرو په سيکو او اس به يې په يو نيم سل د سپينو زرو په سيکو اخستلو او حِتى او شامى بادشاهانو له به يې اسونه او جنګى ګاډۍ لېږلې.