|
|
||
دَ يوحنا رسُول اول خطپنځم بابايمان په دُنيا فتحمند دے١ هر هغه څوک چه دا ايمان لرى چه عيسىٰ هم مسيح دے،هغه له خُدائے نه پيدا شوے دے. نو څوک چه دَ پلار سره مينه لرى هغه هم دَ هغۀ دَ بچى سره مينه لرى. ٢ که مُونږ دَ خُدائے سره مينه لرُو اَؤ دَ هغۀ په حُکمُونو عمل کوُو نو مُونږ خبر يُو چه دَ هغۀ دَ بچو سره هم مينه لرُو. ٣ ځکه چه دَ خُدائے سره مينه لرل دَ هغۀ په حُکمُونو عمل کول دى،اَؤ هغه څۀ پيټے نۀ دے. ٤ ځکه چه دَ خُدائے هر يو بچے په دُنيا غالب دے. کُومه فتح چه دُنيا ته شِکست ورکوى،هغه زمُونږ ايمان دے. ٥ هغه څوک په دُنيا غالب دے چه په دے ايمان لرى چه عيسىٰ دَ خُدائے زوئے دے. دَ زوئے په باب کښے ګواهى٦ عيسىٰ مسيح هغه دے چه دَ اوبو دَ بپتسمے اَؤ دَ وينے سره راغے،اَؤ هغه يواځے په اوبو سره نه،بلکه دَ اوبو اَؤ وينے سره راغے. اَؤ رُوحُ القُدس دَ دے ګواهى کوى ځکه چه رُوحُ القُدس حقيقت دے. ٧ اَؤ درے ګواهان دى، ٨ يعنے رُوحُ القُدس،اوبۀ اَؤ وينه،اَؤ دا درے واړه په يو اِتفاق دى. ٩ مُونږ دَ اِنسان ګواهى قبلوُو خو بے شکه دَ خُدائے ګواهى ډيره غوره ده اَؤ کُومه ګواهى چه هغۀ دَ خپل زوى په حقله ورکړه. ١٠ هر هغه څوک چه دَ خُدائے په زوى ايمان لرى نو دا ګواهى به دَ هغۀ په خپل زړۀ کښے وى. خو څوک چه په خُدائے ايمان نۀ لرى نو هغۀ خُدائے داسے دروغژن وګڼلو چه دَ خُدائے خپله ګواهى دَ هغۀ دَ زوى په حقله ده،ايمان نۀ دے راوړے. ١١ هغه ګواهى دا ده چه خُدائے مُونږ له دَ تل ژوندُون راکړے دے اَؤ دا ژوندُون دَ هغۀ په زوى کښے دے. ١٢ څوک چه دَ خُدائے زوئے لرى هغه ژوندُون هم لرى،اَؤ څوک چه دَ خُدائے زوئے نۀ لرى هغه ژوندُون هم نۀ لرى. دَ تل ژوندُون پوهه١٣ دا خط تاسو ته دا يقين درکوى چه تاسو دَ تل ژوندُون لرئ ځکه چه تاسو دَ خُدائے دَ زوى په نامه ايمان راوړئ. ١٤ مُونږ په دے زړۀ ورتيا سره خُدائے ته ودريدے شُو چه که مُونږ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق سوال ترے نه کوُو نو هغه زمُونږ آؤرى. ١٥ اَؤ مُونږ په دے پوهه يُو چه خُدائے زمُونږ خبرے آؤرى اَؤ مُونږ په دے هم پوهيږُو چه مُونږ چه څۀ غواړُو هغه ئے راکوى. ١٦ که څوک خپل ورور په داسے ګُناه کولو ووينى چه اَنجام ئے مرګ نۀ وى،نو هغه دِ دَ هغۀ دَ پاره دَ خُدائے نه دُعا وغواړى اَؤ هغه به ورته ژوندُون ورکړى،يعنے هغو ته چه دَ مرګ دَ پاره ګُناه نۀ کوى. داسے ګُناه هم شته چه اِنجام ئے مرګ دے اَؤ زَۀ دا نۀ وايم چه تاسو دِ دَ هغے په باب کښے دُعا غواړئ. ١٧ خو سره دَ دے چه ټول بدکارُونه ګُناه دى خو داسے ګُناه هم شته چه اَنجام ئے مرګ نۀ دے. ١٨ مُونږ په دے پوهه يُو چه هر څوک چه دَ خُدائے نه پيدا شوے دے په ګُناه کښے نۀ اوسيږى،ځکه چه دَ خُدائے زوئے دَ هغۀ حفاظت کوى اَؤ اِبليس هغۀ ته ورنزدے کيدے نۀ شى. ١٩ مُونږ په دے پوهه يُو چه مُونږ دَ خُدائے کورنئ يُو،اَؤ ټوله دُنيا دَ شرير په قبضه کښے ده. ٢٠ مُونږ په دے خبر يُو چه دَ خُدائے زوئے راغلے دے اَؤ مُونږ ته ئے دا پوهه راکړے ده چه هغه وپيژنُو چه رښتنے دے. مُونږ بے شکه په هغۀ کښے يُو چه رښتينے دے ځکه چه مُونږ دَ هغۀ په زوى عيسىٰ مسيح کښے يُو. هغه رښتينے خُدائے اَؤ دَ تل ژوندُون دے. ٢١ زما بچو! دَ دروغو خُدايانو نه خبردار اوسئ. |
||