دَ يوحنا رسُول اول خط

اول باب

دَ ژوندُون نُور

١ مُونږ تاسو ته دَ ژوندُون ورکوُونکى کلام په باب کښے ليکُو چه هغه له ازل نه موجُود وُو اَؤ چه مُونږ واؤريدو اَؤ مُونږ په خپلو سترګو وليدلو. مُونږ ئے ننداره وکړه اَؤ خپل لاسُونه مو پرے ولګول اَؤ مُونږ دَ دے په حقله اوس درته وايُو. ٢ دا ژوند مُونږ ته ښکاره کړے شوے وُو اَؤ مُونږ ليدلے دے مُونږ ئے ګواهى کوُو. مُونږ دَ هغه تل ژوندُون چه دَ خُدائے پلار سره وُو اَؤ مُونږ ته ښکاره کړے شوے دے تاسو پرے خبروُو. ٣ څۀ چه مُونږ ليدلى اَؤ آؤريدلى دى،په هغو تاسو خبروُو دَ دے دَ پاره چه تاسو راسره شراکت ولرئ اَؤ مُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے عيسىٰ مسيح سره شراکت لرُو. ٤ دا مُونږ ځکه ليکُو چه زمُونږ خوشحالى پُوره شى.

خُدائے نُور دے

٥ دا هغه پيغام دے چه مُونږ دَ مسيح نه واؤريدلو اَؤ تاسو پرے خبروُو چه خُدائے نُور دے اَؤ په هغۀ کښے هيڅ تيارۀ نِشته. ٦ که چرے مُونږ په خُلے دا ووايُو چه هغۀ سره شراکت لرُو خو په تيارو کښے ګرزُو نو بيا مُونږ دروغژن يُو اَؤ په حق عمل نۀ کوُو. ٧ خو که مُونږ په نُور کښے ګرزُو لکه څنګه چه هغه په خپله په نُور کښے دے نو بيا مُونږ په خپلو کښے شراکت لرُو،اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ وينه مُونږ دَ هر يو ګُناه نه پاکوى.

٨ که چرے مُونږ دا ووايُو چه بے ګُناه يُو نو مُونږ خپل ځان ته دوکه ورکوُو اَؤ په مُونږ کښے رښتيا نِشته. ٩ که مُونږ دَ خپلو ګُناهُونو اِقرار کوُو نو هغه وفادار اَؤ صادِق دے،اَؤ هغه به زمُونږ ګُناهُونه مُعاف کړى اَؤ دَ هر قِسم بدو نه به مو پاک کړى. ١٠ اَؤ که چرے مُونږ دا ووايُو چه مُونږ هيڅ ګُناه نۀ ده کړے نو مُونږ خُدائے دروغژن کوُو اَؤ دَ هغۀ کلام په مُونږ کښے نِشته.