دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

پنځم باب

دَ بد اَخلاقئ په خِلاف حُکم

۱ما ته خبر رارسيدلے دے چه په تاسو کښے حرام کارى کيږى، بلکه داسے حرام کارى چه په غيرو قومونو کښے هم نۀ کيږى. په تاسو کښے يو سړے دے چه دَ هغۀ دَ خپلے ميرنئ مور سره ناجائزه تعلقات دى. ۲اَؤ تاسو پرے غمژن نۀ شوئ چه چا چه دا کار کړے دے، تاسو هغه وشړئ بلکه فخر کوئ. ۳زَۀ اګر که په جسمانى طور موجُود نۀ يم خو په رُوحانى طور موجُود يم. ګنى دَ موجُودګئ په حالت کښے مے په داسے کار کوُونکى زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ په نُوم دا حُکم کړے دے، ۴چه هر کله چه تاسو جمع کيږئ نو ګنى چه زَۀ په رُوح کښے تاسو سره موجُود يم، نو زمُونږ دَ مالِک مسيح دَ قُدرت مدد واخلئ، ۵نو دَ داسے سړى وجُود دَ هلاکت دَ پاره شيطان ته وسپارئ، دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ رُوح دَ مالِک په ورځ خلاصُون بيا مُومى.

۶ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. آيا تاسو نۀ يئ خبر چه لږه شان خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى؟ ۷زړه خمبيره وباسئ، ځانُونه پاک کړئ چه تاسو تازه اخښلى اوړۀ جوړ شئ ځکه چه تاسو بے خمبيرے يئ، ولے چه زمُونږ هم دَ فسح ګډُورے، يعنے دَ مسيح قُربانى وشوه. ۸نو راځئ چه مُونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره اَؤ نۀ دَ بدئ اَؤ دَ شرارت په خمبيره بلکه په صفا زړۀ اَؤ دَ رښتياؤ په بے خمبيرے ډوډئ باندے.

۹ما په خپل خط کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه دَ حرام کارو سره ناسته پاسته مه کوئ. ۱۰دا خو نه چه تاسو بيخى دَ دُنيا دَ حرام کارو يا لالچيانو يا ظالمانو يا بُت پرستانو سره ملاويدل پريږدئ، ولے چه دغه شان خو به تاسو ته هډو دَ دُنيا نه وتل وُو. ۱۱نو ما خو په حقيقت کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه که څوک ځان ته ورور وائى اَؤ حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو دَ هغۀ سره ناسته پاسته مه کوئ بلکه دَ داسے کس سره ډوډئ قدرے هم مه خورئ.

۱۲ځکه چه په بے ايمانانو دَ حُکم کولو زما څۀ کار دے؟ خو آيا داسے نۀ ده چه تاسو په ايماندارانو حُکم کوئ؟ ۱۳خو په بے ايمانانو خُدائے حُکم کوى. ”نو بيا هغه بد سړے دَ مينځه وباسئ.“