دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

ديارلسم باب

مينه

۱که چرے زَۀ دَ فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په ژبه خبرے کوم اَؤ مينه نۀ لرم نو زَۀ ټنګيدُونکے پيتل يا شرنګيدُونکے چڼچڼے يم. ۲که زَۀ نبوت کولے شم اَؤ که ټول پټ حقيقت ما ته معلُوم وى اَؤ که دَ ټولو علمُونو ماهر شم اَؤ که زما ايمان به تر دے مظبُوط وى چه غرُونه وخوزوم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ نۀ يم. ۳که زَۀ خپل ټول مال په خلقو وخوروم تر دے چه خپل بدن سوزولو ته ورکړم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ فائده نِشته.

۴مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى، ۵نۀ بے ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسے ګرزى، نۀ غصه کوى اَؤ نۀ بدګُمانى کوى. ۶مينه دَ نورو دَ بدو حساب نۀ ساتى اَؤ نۀ دَ نورو په بدکارئ خوشحاليږى بلکه په رښتياؤ خوشحاليږى. ۷داسے هيڅ څيز نِشته چه مينه ئے زغملے نۀ شى، په هر څۀ يقين کوى، دَ هر څۀ اُميد لرى اَؤ دَ هر څۀ زغم کوى.

۸دَ مينے زوال نِشته. که نبيان وى نو دَ هغوئ کار به ختم شى، که ژبے وى نو ختمے به شى، که علم وى نو فنا به شى، ۹ځکه چه زمُونږ علم اَؤ زمُونږ نبوت ناقِص دى. ۱۰خو کله چه کامِل راشى نو ناقِص به تير شى. ۱۱کله چه زَۀ ماشُوم وم نو دَ ماشُومانو غوندے خبرے مے کولے، دَ ماشُومانو په شان طبيعت مے وو اَؤ دَ ماشُومانو په شان مے پوهه وه، خو هر کله چه ځوان شوم نو دَ ماشُوموالى خبرے مے پريښودلے. ۱۲اوس مُونږ ته دا په آئينه کښے تَت تَت ښکارى خو په هغه وخت به ئے مخامخ ووينُو. په دے وخت زما عِلم ناقِص دے خو په هغه وخت به په پُوره طور وپيژندلے شم لکه چه خُدائے زَۀ پيژندلے يم.

۱۳لنډه دا چه ايمان، اُميد اَؤ مينه درے واړه پاتے کيږى خو په دوئ کښے مينه افضله ده.