دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

لسم باب

دَ بُت پرستئ خِلاف خبردارے

۱اَئے ورُوڼو، زَۀ تاسو دَ دے نه بے خبره پاتے کيدل نۀ غواړم چه زمُونږ ټول پلارُونه نيکُونه دَ وريځے په حفاظت کښے وُو اَؤ ټول دَ سمندر نه پورے وتل. ۲اؤ ټولو په هغه وريځ اؤ په هغه سمندر کښے لکه دَ مُوسىٰ بپتسمه واخسته. ۳اَؤ ټولو يو خوراک وخوړلو، ۴اَؤ ټولو يو اوبۀ وڅښلے چه ورته دَ مُعجزے په طور ورکړے شوے وے ځکه چه هغوئ دَ هغه مُعجزے دَ ګټ نه اوبۀ وڅښلے کُوم چه دَ هغوئ سره روان وو، خو په حقيقت کښے هغه ګټ مسيح وو. ۵ولے په هغوئ کښے دَ ډيرو نه خُدائے راضى نۀ وو ځکه خو بيابان دَ هغوئ دَ مړو نه ډک شو.

۶دا خبرے زمُونږ دَ پاره يو سبق شوے چه مُونږ دَ خرابو څيزُونو خواهش ونۀ لرُو لکه څنګه چه هغوئ لرلو. ۷اَؤ تاسو بُت پرست مه جوړيږئ لکه چه په هغوئ کښے چه ځنے جوړ شوى وُو، لکه څنګه چه ليکلى دى چه :  ”خلق خوراک څښاک ته کښيناستل، بيا مستئ کولو ته پورته شول.“ ۸اَؤ مُونږ دِ حرامکارى ونۀ کړُو لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنو وکړه اَؤ په يوه ورځ کښے درويشت زره ووژلے شول. ۹اَؤ مُونږ دِ دَ مالِک آزميښت ونۀ کړُو لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنو وکړو اَؤ مارانو هلاک کړل. ۱۰اَؤ تاسو ونۀ ګوريږئ لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنے وګُوريدل اَؤ دَ هلاکت فرښتے هغوئ هلاک کړل.

۱۱په هغوئ دا خبرے زمُونږ دَ عبرت آخستو دَ پاره راغلے اَؤ زمُونږ دَ آخرى زمانے خلقو ته دَ نصيحت دَ پاره وليکلے شوے.

۱۲نو بيا چه څوک ځان مظبُوط ګڼى هغه دِ پوهه شى چه پرے نۀ وزى. ۱۳اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

۱۴نو خوږو ملګرو! په دے وجه دَ بُت پرستى نه تښتئ. ۱۵زَۀ تاسو هوښيار ګڼم ځکه درسره دا خبرے کوم. زَۀ چه څۀ وايم تاسو دَ هغے په خپله جاج واخلئ. ۱۶هغه دَ برکت پياله کُومه چه مُونږ څښُو اَؤ دَ هغے دَ پاره دَ خُدائے شکر کوُو، آيا هغه دَ مسيح دَ وينے دَ شراکت نۀ ده څۀ؟ اَؤ هغه ډوډئ چه مُونږ ئے ماتوُو، آيا هغه دَ مسيح دَ بدن شراکت نه دے څۀ؟ ۱۷مُونږ ډير خو يُو، بيا هم لکه څنګه چه يوه ډوډئ ده، هم دغه شان لکه دَ يو بدن جوړيږُو ځکه چه مُونږ ټول په هغه يوے ډوډئ کښے شريکيږُو.

۱۸څوک چه يهُوديان دى هغوئ ته وګورئ، چه دَ قُربانئ غوښه خورى، هغوئ په قُربان ګاه کښے شريک نۀ دى څۀ؟ ۱۹نو بيا زَۀ دا وايم چه دَ بُت قُربانى څۀ وى؟ اَؤ بُت څۀ دے؟ ۲۰نه، بلکه دا وايم چه کُومے قُربانئ چه غير يهُوديان کوى، شيطانانو ته قُربانى کوى، نۀ چه خُدائے ته، اَؤ زَۀ دا نۀ غواړم چه تاسو دَ شيطانانو سره شريک شئ. ۲۱تاسو دَ مالِک دَ پيالے نه اَؤ دَ شيطانانو دَ پيالے نه نۀ شئ څښلے، دَ مالِک په دسترخوان اَؤ دَ شيطانانو په دسترخوان کښے نۀ شئ شريکيدے. ۲۲آيا مُونږ مالِک غُصه کوُو څۀ؟ آيا مُونږ دَ هغۀ نه زوره ور يُو څۀ؟

دَ خُدائے دَ لوئى دَ پاره هر څۀ کوه

۲۳هر څۀ روا دى، هو، خو هر څيز فائده مند نۀ دے. هر څۀ روا دى خو هر څيز دَ ترقئ دَ پاره ښۀ نۀ دے. ۲۴هر يو خپلے فائدے ونۀ لټوئ بلکه دَ نورو.

۲۵هر څۀ چه دَ قصابانو په دکانونو خرڅيږى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير په خاطر سوال مه پورته کوئ. ۲۶”ځکه چه مزکه اَؤ په هغے کښے هر څيز دَ مالِک دى.“

۲۷که څوک غير ايماندار تاسو ته ډوډئ وکړى اَؤ تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چه درته وړاندے کيږدى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره سوال مه پورته کوئ. ۲۸خو که تاسو ته څوک ووائى چه دا دَ بُت دَ قُربانئ غوښه ده نو دَ هغۀ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره هغه مه خورئ. ۲۹زما مطلب دا دے چه ستاسو دَ ضمير په وجه نه خو دَ بل چا.

نو دَ بل سړى ضمير زما دَ آزادئ ولے فيصله کوى؟ ۳۰که زَۀ ئے په شکر خورم، نو چه په کُوم څيز شکر وباسم نو بيا دَ هغے په سبب ولے بدنامولے شم؟

۳۱نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ، هر څۀ دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره کوئ. ۳۲تاسو دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو اَؤ خُدائے دَ جماعت دَ پاره دَ تيندک سبب مه جوړيږئ. ۳۳ځکه چه زَۀ هم په ټولو خبرو کښے ټول خوشحالوم اَؤ نه خپله، خو دَ ډيرو فائده لټوم چه هغوئ خلاصُون بيا مُومى.