|
|
||
دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خطاول بابسلام اَؤ دَ خُدائے شُکر١ دَ پولوس دَ طرف نه چه دَ خُدائے په رضا دَ مسيح عيسىٰ رابللے شوے رسُول،اَؤ دَ ورور سوستينس له طرف نه، ٢ دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم چه په کورنتوس کښے دے،يعنے دَ هغوئ په نُوم چه په مسيح عيسىٰ کښے پاک کړى شوى اَؤ بللى شوى پاکان دى،اَؤ دَ هغو ټولو په نُوم هم چه په هر ځائے کښے دَ هغوئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم عبادت کوى، ٣ زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو سره وى. ٤ زَۀ ستاسو په حقله دَ خُدائے دَ هغه فضل په سبب چه په مسيح عيسىٰ کښے په تاسو وشو،هميشه دَ خُدائے شُکر کوم. ٥ چه تاسو په هغۀ کښے شوئ نو په ټولو خبرو کښے،په کلام اَؤ غم کښے دَ هر قِسم دولت خاوندان شوى يئز ٦ هم دغه وجه ده چه دَ مسيح ګواهى په تاسو کښے قائمه شوه. ٧ تر دے چه تاسو په يو نعمت کښے هم نيمګړى نۀ يئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظهُور په اِنتظار يئ، ٨ څوک چه به تاسو تر آخره پورے قائم ساتى،دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ دَ اِلزام نه برى شئ. ٩ خُدائے رښتُونے دے چا چه تاسو دَ خپل زوئ،زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ شراکت دَ پاره رابللى يئ. په جماعت کښے ډله بازى١٠ نو اوس اَئے ورُوڼو،عيسىٰ مسيح چه زمُونږ مالِک دے،دَ هغۀ دَ نُوم په وسيله تاسو ته خواست کوم چه ټول يو شئ اَؤ ډلے پرے مه جوړوئ،خو په يو عقل اَؤ پُوره په يوه رائے شئ. ١١ ځکه چه اَئے ورُوڼو،ستاسو په نسبت ما ته دَ خلوئ دَ خاندان نه معلُومه شوے ده چه په تاسو کښے جګړے روانے دى. ١٢ زما مطلب دا دے چه په تاسو کښے څوک خو ځان ته دَ پولوس وائى،څوک داپولوس،څوک دَ کيفا اَؤ څوک دَ مسيح. ١٣ آيا مسيح وويشلے شو؟ آيا پولوس ستاسو دَ پاره په سولئ کړے شو؟ آيا تاسو دَ پولوس په نُوم بپتسمه واخسته؟ ١٤ دَ خُدائے شُکر ګُزار يم چه دَ کرسپوس اَؤ ګايُوس نه بغير ما په تاسو کښے يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړے، ١٥ دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه زما په نُوم ئے بپتسمه آخستے ده. ١٦ هو دَ ستِفانس خاندان ته هم ما بپتسمه ورکړے ده.نور ما ته نۀ ده معلُومه چه ما بل چا ته بپتسمه ورکړے وى. ١٧ ځکه چه مسيح زَۀ بپتسمه ورکولو ته نۀ يم را استولے بلکه زيرے آؤرولو ته،اَؤ هغه هم دَ الفاظو په حِکمت نه،دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح سولئ بے تاثيره نۀ شى. مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ حِکمت١٨ ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے. ١٩ ځکه چه ليکلى دى چه: ((زَۀ به دَ حکيمانو حِکمت نشت کړم اَؤ دَ هوښيارانو عقل به رد کړم.)) ٢٠ نو حکيم چرته؟هوښيار چرته؟ اَؤ چرته دَ دے دُنيا بحث کوُونکے؟ آيا خُدائے دَ دُنيا حِکمت ته بے وقوفى نۀ ده وئيلے؟ ٢١ ځکه چه دَ خُدائے حِکمت په مُطابق دُنيا په خپله پوهه خُدائے ونۀ پيژندو،نو خُدائے دا خوښه کړه چه دَ دے زيرى په وسيله ايمان راوړُونکو له خلاصُون ورکړى،اګر که دُنيا ئے بے وقوفى ګڼى.٢٢ دغه شان يهُوديان دَ نخښے طالبان دى اَؤ يُونانيان دَ حِکمت په لټُون. ٢٣ خو مُونږ په سولئ شوى مسيح زيرے ورکوُو چه دَ يهُوديانو په نِزد ټکَره اَؤ دَ غير قومُونو په نِزد بيوقوفى ده. ٢٤ خو څوک چه رابللى شوى دى، که هغه يهوديان وىاو که يُونانيان،دَ هغوئ په نِزد مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ دَ خدائے حِکمت دے. ٢٥ ځکه چه دَ خُدائے بے حِکمتى دَ بنى آدمو دَ حکمت نه زيات حِکمت دے اَؤ دَ خُدائے کمزورتيا دَ بنى آدمو دَ زور نه زياته زوره وره ده. ٢٦ اَئے ورُوڼو! خپلے بلنے ته خو لږ فکر وکړئ چه ستاسو په مينځ کښے په اِنسانى طور خو ډير حکيمان،ډير زوره ور اَؤ ډير دَ اُوچت خاندان خلق راونۀ بللے شول. ٢٧ خو خُدائے دَ دُنيا بے وقوفان غوره کړل دَ دے دَ پاره چه حکيمان شرمنده کړى،اَؤ خُدائے دَ دُنيا عاجزان غوره کړل چه زوره ور شرمنده کړى. ٢٨ بلکه خُدائے دَ دُنيا کمينه،سپک اَؤ بے اَصله غوره کړل چه دَ وجُود خاوندان نِشت کړى، ٢٩ دَ دے دَ پاره چه يو بشر هم دَ خُدائے په وړاندے لوئى ونۀ کړى. ٣٠ خو تاسو دَ خُدائے له خوا په مسيح عيسىٰ سره يووالے لرئ چه زمُونږ دَ پاره دَ خُدائے له لورى حِکمت ګرزيدلے دے،يعنے صداقت اَؤ پاکوالے اَؤ فِديه. ٣١ لکه چه ليکلى دى: ((څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک فخر کوى.)) |
||