د تاريخ اول کِتاب

اتم باب

د بنيامين اولاد

۱د بنيامين پينځۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب هغوئ داسې دى: بالع، اشبيل، اخرخ، ۲نوحه او رفا. ۳د بالع اولاد دا وو: ادار، جيرا، ابيهُو، ۴ابيسوع، نعمان، اخوع، ۵جيرا، سفوفان او حُورام. ۶‏-۷د اهُود اولاد نعمان، اخياه او جيرا وو. هغوئ د هغه کورَنو مشران وُو چې په جبعه کښې اوسېدل، خو هغوئ په زور وويستلے شول او په مانحت کښې اوسېدل. جيرا په سفر کښې د هغوئ مشرى کوله. جيرا د عُزه او اخيهود پلار وو. ۸‏-۹د سحريم دوه ښځې، حشيم او بعراه طلاقې کړې. وروستو چې کله هغه د موآب په مُلک کښې اوسېدو نو هغۀ هودس وادۀ کړه او اووۀ زامن يې پېدا شول: يوباب، ضِبيه، ميسا، مُلکام، ۱۰يعوض، سکياه او مِرمه. د هغۀ ټول زامن د کورَنو مشران شول. ۱۱د هغۀ د حشيم نه هم دوه زامن پېدا شول: اخيطوب او الفعل. ۱۲د الفعل درې زامن وُو: عيبر، مِشعام او سامد. دا سامد وو چې هغۀ د اونو او لد ښارونه او ګېرچاپېره کلى جوړ کړل.

بنيامينيان په جات او ايالون کښې

۱۳بريعاه او سمع د هغه ډلو مشران وُو چې د ايالون په ښار کښې اوسېدې او هغه خلق يې وشړل چې د جات په ښار کښې اوسېدل. ۱۴د بريعاه په اولاد کښې اخيو، شاشق، يريموت، ۱۵زبدياه، عراد، عدر، ۱۶ميکائيل، اِسفاه او يوخا شامِل وُو.

بنيامينيان په يروشلم کښې

۱۷د الفعل په اولاد کښې دا کسان شامِل وُو: زبدياه، مسلام، حرقى، حِبر، ۱۸يسمرى، يزلياه او يوباب. ۱۹د سِمعى په اولاد کښې دا کسان شامِل وُو: يقيم، زکرى، زبدى، ۲۰العينى، ضلتى اليئيل. ۲۱عداياه، براياه او سِمرات. ۲۲د شاشق په اولاد کښې دا کسان شامِل وُو: اِسفان، عيبر، اِلى ايل، ۲۳عبدون، زکرى، حنان، ۲۴حنانياه، عيلام، عنتوتياه، ۲۵يفدياه او فنواېل. ۲۶د يروحام په اولاد کښې دا کسان شامِل وُو: سمسرى، شحارياه، عتلياه، ۲۷يعرسياه، الياس او زکرى. ۲۸دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسب نامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل.

بنيامينيان په جبعون او يروشلم کښې

۲۹يعى ايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته اوسېدو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو، ۳۰او د هغۀ مشر زوئ عبدون وو. د هغۀ نور زامن صور، قيس، بعل، نير، ندب، ۳۱جدور، اخيو، زکر، ۳۲او مِقلوت چې د سِمعا پلار وو. د هغوئ اولاد په يروشلم کښې د خپلې ډلې د نورو کورَنو سره نزدې اوسېدل.

د ساول بادشاه کورنۍ

۳۳نير د قيس پلار وو او قيس د ساول بادشاه پلار وو. د ساول څلور زامن وو: يُونتن، مُلکيشوَع، ابينداب او اشبعل. ۳۴يُونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو. ۳۵د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز. ۳۶احاز د يهوعده پلار وو، چې هغه د درې زامنو پلار وو: علمت، عزماوت او زمرى. زمرى د موضا پلار وو، ۳۷موضا د بِنعه پلار وو، بِنعه د رفعه، رفعه د اليعسه، اليعسه د اصيل پلار وو. ۳۸د اصيل شپږ زامن وُو: عزريقام، بوکرو، اِسمٰعيل، سعريا، عبدياه او حنان. ۳۹د اصيل د ورور عيشق درې زامن وُو: اولام، يعوس او اليفلط. ۴۰د اولام زامن تکړه فوجيان او د غشو ويشتُونکى وُو. د هغۀ ټول زامن او نمسى يو نيم سل وُو. دا ټول کسان د بنيامين اولاد وو.