د تاريخ اول کِتاب

پينځم باب

د روبين اولاد

۱دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کار کولو په وجه د خپل پلار بې‌عزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول. ۲خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو. ۳د يعقوب د مشر زوئ روبين څلور زامن وُو: حنوک، فلو، حصرون او کرمى. ۴‏-۶دا د يوئيل اولاد دے: سمعياه، جوج، سِمعى، ميکاه، رياياه، بعل او بيئره. اسورى بادشاه تغلت فلاسر د روبين قبيلې مشر بيئره ونيولو او د قبيلې سره يې جلاوطن کړو. ۷د روبين په قبيله کښې د دې د ډلو د مشرانو نسب‌نامه: يعى ايل، زکرياه، ۸او بالع، د عزز زوئ او د سمع نمسے، چې د يوئيل د ډلې وو. دا ډله په عروعير کښې او د هغه ځائ نه د نبو پورې او د بعل معون په علاقه کښې اوسېده. ۹د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ ډېر څاروى وُو او هغه مُلک يې ونيولو چې نَمرخاتۀ طرف ته د صحرا د لمنې او د فرات سيند پورې خور دے. ۱۰د ساول بادشاه په وخت کښې د روبين قبيلې په هاجريانو حمله وکړه، هغوئ يې په جنګ کښې ووژل او د جِلعاد نَمرخاتۀ ته په ټوله برخه کښې د هغوئ په خېمو کښې اوسېدل.

د جاد اولاد

۱۱د جاد قبيله د بسن په مُلک کښې د روبين شمالى طرف ته د سلکه نَمرخاتۀ طرف پورې اوسېدله. ۱۲يوئيل په بسن کښې مشر وو، سافن ورپسې دويم کس وو او دريم مشر يعنې او د هغۀ نه پس سافط وو. ۱۳د دې اوو ډلو د قبيلې نور کسان دا دى: ميکائيل، مسلام، شيبا، يورى، يعکان، زيع او عيبر. ۱۴هغوئ د حُورى زوئ ابى‌خېل اولاد دے، چې د هغوئ پلار نيکۀ دا دى: ابى‌خېل، حُورى، يارواح، جِلعاد، ميکائيل، يسيسى، يحدو او بوز. ۱۵اخى چې د عبديئيل زوئ او د جونى نمسے وو هغه د دې ډلو مشر وو. ۱۶هغوئ د بسن او جِلعاد په علاقه کښې، هلته په ښارونو او د شارون د څران په ټولو مُلکونو کښې اوسېدل. ۱۷دا نسب‌نامه د يهوداه بادشاه يوتام او د بنى اِسرائيلو بادشاه يربعام دويم په وخت کښې ليکلے شوې وه.

د نَمرخاتۀ طرف ته د قبيلو لښکر

۱۸د روبين، جاد او د نَمرخاتۀ طرف منسى په قبيلو کښې څلور څلوېښت زره اووۀ سوه او شپېتۀ فوجيان وُو، چې د ډالونو، تُورو او غشو په وړلو او اِستعمالولو باندې ښۀ پوهېدل. ۱۹هغوئ د جنګ دپاره د يطور، نفيس او نودب هاجرى قبيلو خِلاف لاړل. ۲۰د جنګ په وخت کښې هغوئ خُدائ پاک ته سوال وکړو، هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو ځکه چې په هغۀ باندې يې ايمان لرلو. نو داسې هاجريانو او د هغوئ ټولو ملګرو شکست وخوړو. ۲۱د بنى اِسرائيلو نمر خاتۀ طرف ته قبيلو د دشمن نه پنځوس زره اُوښان، دوه لاکه او پنځوس زره ګډې او دوه زره خرۀ ونيول او يو لاکھ کسان يې جنګى قېديان کړل. ۲۲هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل.

نَمرخاتۀ طرف د منسى نيمه قبيله

۲۳د منسى نيمې قبيلې خلق د بسن په علاقه کښې د بعل حرمون، سنير او حرمون غر پورې اوسېدل او د هغوئ آبادى ډېره زياته شوه. ۲۴دا کسان د خپلو ډلو مشران وُو: عِفر، يسعى، اِلى ايل، عزريئيل، يرمياه، هُوداوياه او يحدِاېل. هغوئ ټول ښۀ تکړه فوجيان او د خپلو ډلو مشهُور مشران وُو.

د نَمرخاتۀ طرف ته د قبيلو ويستلے کېدل

۲۵خو خلقو د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره خيانت وکړو او د هغه نورو قومونو د معبودانو د عِبادت په وجه يې د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو کوم قومونه چې خُدائ پاک په هغه وخت تباه کړى وُو چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل. ۲۶نو خُدائ پاک د اسور بادشاه پول ولېږلو چې د هغوئ په مُلک حمله وکړى (چې هغه په تغلت فلاسر باندې هم مشهُور وو). هغۀ د روبين، جاد او د منسى نيمه قبيله وويستله او دې ته يې مجبور کړل چې تر نن پورې په خلح، خابور، هاوه او د جوزان سيند سره اوسېږى.