د تاريخ اول کِتاب

لسم باب

د ساول مرګ

(د سموئيل اول کِتاب ۳۱: ۱‏-۱۳)

۱فلستيانو د بنى اِسرائيلو خِلاف د جِلبوعه په غر باندې يو جنګ وکړو. هلته ډېر بنى اِسرائيليان ووژلے شول او د هغوئ نور پاتې کسان سره د ساول بادشاه او د هغۀ د زامنو وتښتېدل. ۲خو فلستيان ساول او د هغۀ زامنو له ورنزدې شول او د ساول درې زامن يُونتن، ابينداب او مُلکيشوَع يې ووژل. ۳د ساول نه ګېرچاپېره سخت جنګ وو او هغه په کښې د دشمن په غشو باندې ولګېدو او سخت زخمى شو. ۴نو هغه ځلمى ته يې ووئيل چې کوم د هغۀ وسلحه وړله، ”خپله تُوره راوباسه او ما پرې ووهه، ګنى هغه ناسنته کسان به راشى او زما بې‌عزتې به کوى.“ خو ځلمے يرېدو او داسې يې نۀ کول، نو ساول خپله تُوره واخستله او په هغې باندې يې ځان وروغورزولو. ۵کله چې هغه ځلمى وليدل چې ساول مړ شو، نو هغۀ هم خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او مړ شو. ۶نو ساول او د هغۀ درې واړه زامن په يو ځائ مړۀ شول او د هغۀ د اولاد هيچا هم بادشاهى ونۀ کړه. ۷چې د يزرعيل په وادۍ کښې چې کوم بنى اِسرائيليان وُو نو چې هغوئ خبر شول چې لښکر تښتېدلے دے او ساول او د هغۀ زامن مړۀ شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او منډه يې کړه. او بيا فلستيان راغلل او ښارونه يې قبضه کړل. ۸په ورپسې ورځ، فلستيان د مړو لوټ کولو له لاړل او هغوئ د ساول او د هغۀ د زامنو لاشونه وموندل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو. ۹هغوئ د ساول سر پرې کړو، د هغۀ نه يې زغره کولاو کړه او د هغوئ سره يې ټولو فلستيانو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو معبودانو او خپلو خلقو ته دا زېرے واوروى. ۱۰هغوئ د هغۀ وسلحه په خپله يوه عِبادتخانه کښې کېښوده او د هغۀ سر يې د خپل خُدائ دجون په عِبادتخانه کښې راځوړند کړو. ۱۱کله چې د يبيس خلقو په جِلعاد کښې دا واورېدل چې فلستيانو د ساول سره څۀ کړى وُو، ۱۲نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساول او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله. ۱۳ساول ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحُونو سره مشورې هم کولې. ۱۴په کار خو دا وُو چې د مالِک خُدائ نه يې مشوره اخستې وے. نو مالِک خُدائ هغه ووژلو او د بادشاهۍ اِختيار يې د يَسى زوئ داؤد له ورکړو.